Book Name:Teen Dost
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ
نَـوَیْتُ سُنَّتَ الاعْتِکَاف (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)
فَقِيهُ العصر [يعني د خپل وخت ډير لوئي عالم] حضرت علّامه مفتي محمد امين صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چا چې د درودِ پاک په فضيلت باندې د زمانې مشهور کتاب آبِ کوثَر ليکلے دے، هغوئي فرمائي: چې يو ځل د پيپلز کالونئ (فيصل آباد، پنجاب، پاکستان) نه يو سَيِّد صاحب د چا نوم چې سيد رياض وو، زما خوا له يې تشريف راوړو او اوئې وئيل: زما کاروبار وو، ټول په ټَپه اودريدو، اوس په ما په لکونو روپئ قرض دے، اوس ډير پريشانه يم، څه حل يې راته اوښايئ!
مفتي امين صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې ما سَيِّد صاحب ته د درودِ پاک په فضيلت ليکلے کتاب آبِ کوثَر ورکړو او ورته اومې وئيل: سَيِّد صاحب! تاسو دا کتاب اولولئ! او د دې مطابق عمل اوکړئ! د دې په برکت به ستاسو ډيرې مسئلې حل شي.
سَيِّد صاحب کتاب واخستو او لاړلو بيا يې تقريباً 6 مياشتې پس بيا تشريف راوړلو، دا ځل ډير خوشحاله وو، په مخ يې د خوشحالئ آثار وو، سَيِّد صاحب ډير په خوشحالئ اووئيل