Book Name:Teen Dost
(6): د اذان جواب ورکول
د اذان جواب ورکول هم ډيره آسانه نيکي ده. مکي مَدَني، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ځل اوفرمائيل: اے زنانؤ! کله چې تاسو د بِلال نه اذان او اِقامت اورئ نو څنګه چې هغه وائي تاسو هم هغسې وايئ چې الله پاک به ستاسو د پاره د هرې کلمې په بدله کښې يو لاکھ نيکئ ليکي او يو زر درجې به درله اوچتوي او يو زر ګناهونه به مو ورانوي. زنانؤ چې دا واوريدل نو عرض يې اوکړو: دا خو د زنانؤ د پاره دي د نارينؤ د پاره څه دي؟ اوئې فرمائيل: د نارينؤ د پاره دوه چنده دي. ([1])
درې کروړه 24 لاکهه نيکئ اوګټئ
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د الله پاک د رحمت نه قربان شم! هغه زمونږ د پاره نيکئ ګټل، خپلې درجې اوچتول او ګناهونه بخښل څومره آسان کړي دي. خو افسوس! د دومره آسانو باوجود هم مونږ په غفلت کښې اخته يو. په بيان کړے شوي حديث مبارک کښې چې د اذان د جواب ورکولو کوم فضيلت بيان شوے دے د هغې تفصيل ته اوګورئ: اللہُ اَکْبَرْ اللہُ اَکْبَرْ دا دوه کلمات دي دغه شان په ټول اذان کښې 15 کلمات دي. که يوه اسلامي خور د يو اذان جواب ورکړي يعني مُؤَذِّن چې څه وائي اسلامي خور هم هغه وائي نو هغې ته به 15 لاکهه نيکئ ميلاويږي، 15 زره درجې به يـې اوچتيږي او 15 زره ګناهونه به يـې معاف کيږي او د اسلامي وروڼو د پاره دا هر څه دوه چنده دي. د سحر په اذان کښې دوه ځله اَلصَّلٰوۃُ خَیْرٌ مِّنَ النَّوْمِ دے نو د سحر په اذان کښې 17 کلمات شول او داسې د سحر د اذان په جواب کښې 17 لاکهه نيکئ، د