Book Name:Teen Dost
17 زرو درجو اوچتيدو او د 17 زرو ګناهونو معافي اوشوه او د اسلامي وروڼو د پاره دوه چنده. په اِقامت کښې دوه ځله قَدْ قَامَتِ الصّلاۃُ هم دے داسې په اِقامت کښې هم 17 کلمات شول نو د اِقامت د جواب ثواب هم د سحر د اذان د جواب برابر شو. غرض چې که يو اسلامي ورور په اهتمام سره روزانه د پينځؤ اذانونو او پينځؤ اِقامتونو په جواب ورکولو کښې کامياب شي نو هغه ته به درې کروړه 24 لاکهه نيکئ ميلاو شي، درې لاکهه 24 زره درجې به يـې اوچتې شي او درې لاکهه 24 زره ګناهونه به يـې معاف شي.
حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو صاحب د کوم چې په ظاهره څه ډير لوئي نيک عمل نه وو، هغه وفات شو نو خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم په موجودګئ کښې اوفرمائيل: آيا تاسو ته معلومه ده چې الله پاک هغه جنّت ته داخل کړے دے. په دې باندې صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان حيران شول ځکه چې په ظاهره د هغه څه لوئي عمل نه وو. يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغه کور ته لاړلو او د هغه د کوَنډې نه يـې پوښتنه اوکړه چې د هغه څه خاص عمل مونږ ته اوښايئ؟ هغې جواب ورکړو: بَل خو يـې څه خاص لوئي عمل ما ته معلوم نه دے، صرف دومره راته پته ده چې که شپه به وه او که ورځ، چې کله به هم هغه اذان اوريدو نو جواب به يـې ضرور ورکولو. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دې نه علاوه نورې هم ډيرې آسانې نيکئ دي، کومې چې مونږه په آسانئ سره کولے شو او د خپل ژوند زياتره حصه په نيکو کښې