Teen Dost

Book Name:Teen Dost

یِہی آہ! فکرِ دُنیا مِرا دِل جَلا رہی ہے                                                                  غمِ ہجر گر ستاتا تو کچھ اور بات ہوتی([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! کاش چې مونږه دا حقيقت د اوس نه اومنو او د آخرت فِکر کوونکي، د نيکو اَعمالو د پاره وخت ويستونکي بلکې ډير زيات وخت په نيکو کښې تيروونکي جوړ شو. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

د نيکو د تُخم کَرَلو مياشت

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د رَجبُ المُرَجَّب مياشت راغلې ده، رَجَب ډيره د برکت عزت او حُرمت والا مياشت ده. جنّتي صحابي حضرت اَنس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: چې د رَجَب شريف مياشت به راغله نو د الله پاک محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به دا دُعا کوله: اَللّٰہُمَّ بَارِکْ لَنَا فِیْ رَجَبٍ وَّ شَعْبَانَ وَبَلِّغْنَا رَمَضَان يعنې اے الله پاکه! تۀ زمونږ د پاره په رَجَب او شَعبَان کښې برکتونه عطا کړې او مونږه رَمضان ته اورسوې. ([2])

 راځئ چې مونږ هم دا دُعا اوکړو:

اَللّٰہُمَّ بَارِکْ لَنَا فِیْ رَجَبٍ وَّ شَعْبَانَ وَبَلِّغْنَا رَمَضَان

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

د قرآنِ کريم مشهور مُفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک په شرح کښې فرمائي: د دې دعائے مصطفٰے (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) مطلب دا دے چې اے الله پاکه! په رَجَب کښې زمونږ په عبادتونو کښې برکت راعطا کړې او


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:384۔

[2]... مُسْنَدِ بَزّار، جلد:13، صفحہ:117، حدیث:6496۔