Book Name:Teen Dost
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! نن سبا د ټيکنالوجئ دور دے. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د سمارټ فون په ذريعه هم د عِلمِ دِين عام کولو کوشش کوي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ له خوا يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے شوے دے، د کوم نوم چې : القرآن الکريم (Al Quran Al kareem) دے. دا ايپلي کيشن په اينډ رائډ او آئي او ايس دواړه ډيوائسز کښې ډاؤن لوډ کيدے او په آسانئ سره استعماليدے شي، په دې موبائل ايپلي کيشن کښې * د پوره قرآنِ پاک لوستلو * او د مختلفو قاريانو په آوازونو کښې د قرآنِ پاک اوريدلو سهولت موجود دے * دې سره سره يو خاص سورت يا آيت بُک مارک کيدے هم شي يعني بيا بيا لوستونکے سورت يا آيت د بُک مارک کيدو سره په آسانئ سره لوستلے شي.
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! تر اوسه پورې تقریبا د 10 لاکه نه زياتو خلقو دا ایپلي کیشن انسټال کړے دے. تاسو هُم دا ايپلي کيشن په خپل موبائل کښې انسټال کړئ، پخپله ترينه هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان په آخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبت اوکړو هغه زما