Book Name:Teen Dost
په شعبان کښې خُشُوع و خُضُوع راعطا کړې او رمضان موندل، په دې کښې روژې نيول، [او د دې] په شپو کښې عبادتونه کول رانصيب کړې. صوفيائے کرام فرمائي: رَجَب د تُخم کرلو مياشت ده، شعبان [د دې] د اوبه کولو او رَمَضَانُ المُبَارَک د فَصل د ريبلو مياشت ده، په رَجَب کښې په نفلونو کښې ښه کوشش کوئ [يعنې ښه ډير نفلونه کوئ] ! په شعبان کښې په خپلو ګناهونو باندې اوښکې توئيوئ او په رَمَضَان کښې الله پاک راضي کوئ او دا فصل په خيريت سره رِيبئ! ([1])
میں رحمت، مغفرت، دوزخ سے آزادی کا سائِل ہوں مہِ رمضان کے صدقے میں فرما دے کرم مولا
بَراءَت دے عذابِ قبر سے، نارِ جہنّم سے مہِ شَعْبَان کے صدقے میں کر فضل و کرم مولا
عبادت میں، ریاضت میں، تلاوت میں لگا دے دِل رَجَب کا واسطہ دیتا ہوں فرما دے کرم مولا([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
الله پاک دې مونږ ته د رَجَبُ المُرَجَّب د مياشتې احترام، په دې مبارکه مياشت کښې په کثرت سره د نيکو کولو او د قبر او آخرت د فِکر کولو توفيق رانصيب کړي. ياد ساتئ! په عبادتونو کښې د ټولو نه وړومبئ او اَهمه درجه د فرائضو ده، د نيکو کولو او د عبادت ګزاره جوړيدو د پاره ضروري دي چې مونږه خپل فرائض پوره کړو، مثلاً * پينځه واړه نـمونځونه په جومات کښې د ادا کولو عادت جوړ کړو * که زکوٰۃ راباندې