Book Name:Teen Dost
د رښتينې توبې صِرف درې شرطونه دي: (1): ګناه د الله پاک نافرماني ګڼل او په هغې باندې پښيمانه کيدل (2): بيا د پاره د هغې ګناه د نه کولو پـخه اراده او (3): د هغې ګناه تلافي کول (مثلاً * که نـمونځونه قضا شوي وي نو حساب يـې کړئ او ادا يـې کړئ * که يو مسلمان ته مو ناحقه تکليف رسولے وي نو د هغه نه معافي اوغواړئ * که د چا قرض [يا بل حق] مو نه وي ورکړے واپس يـې ورکړئ او معافي هم ترينه اوغواړئ وغيره) ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږ چې هم د اوس نه خپل ذهن جوړ کړو [چې توبه کول دي]، مونږه ګنهګاران يو، د نفس او شيطان په چل کښې راشو او ګناه رانه اوشي، وړومبے خو مونږ ته دا پوره کوشش کول دي چې د ګناه خيال هم په زړۀ کښې نه راولو، بيا که څه ګناه رانه اوشي نو چې فوراً توبه کړو، بيا د دې سره سره روزانه کم از کم يو ځل د ټولو ګناهونو نه د توبه کولو عادت جوړ کړو. بهتره دا ده چې روزانه د شپې د اوده کيدو نه مخکښې د صلوٰۃ التَّوبه دوه نفلونه ادا کوو، بيا د يو څو مِنټو د پاره يواځې کښينو، قبر او آخرت رايادوو او خپل ګناهونه رايادوو او که کيدے شي نو په ژړا ژړا د الله پاک په حُضُور کښې د توبه کولو عادت جوړ کړو او دا د خپل روزانه جدول حصه جوړه کړو. ان شآء اللهُ الکريم! ګناهونه به هم معاف کيږي، نيکئ به هم راته ميلاويږي او که الله پاک اوغوښتل نو د توبې په برکت به د الله پاک په محبوب [خوښ] بنده جوړيدو کښې هُم کامياب شو.