Book Name:Teen Dost
سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي. ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: کله چې بنده په خپل خوراک کښې کمے کوي نو د هغه سينه د نُور نه ډکه کړے شي. ([2])
اے عاشقانِ رسول! کم خوراک سُنَّت دے. * زمونږه خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د لوږې نه کم خوراک کولو * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې تر څو پورې په دنيا کښې تشريف فرما وو، چرې يـې هم پرله پسې 2 شپې په مړه ګيډه نه وه خوړلې * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د لوږې په وجه په خيټه مبارکه باندې کاڼي تړل.
د خوراک د مِقدار په باره کښې احکام: * ځان پوره نۀ مَړَوَل سُنَّت دي * چې څومره لوږه وي، هغه همره خوړل مُبَاح دي (يعنې په دې کښې نه ګناه شته، نه ثواب) *دومره په مَړه ګيډه خوړل چې د ګيډې خرابيدو ګمان وي، حرام دي *دومره په مړه ګيډه خوړل چې د ګيډې خرابيدو انديښنه نه وي، مکروه دي *په خوراک کښې دومره کمے راوستل چې په فرائضو ادا کولو کښې خلل راشي، ناجائزه دي. ([3])
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مَکتَبَةُ الْمَدِينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر