Book Name:Teen Dost
(2): هر جائز کار د ”بِسمِ الله“ نه شروع کول
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! هر جائز کار د بِسمِ الله شريف نه شروع کول هم آسانه نيکي ده. که مونږ د هر جائز کار نه مخکښې د بِسمِ الله لوستلو عادت جوړ کړو نو روزانه په زرګاؤ نيکو کولو کښې کاميابيدے شو. د مدينے منورې د تاجدار، د مکے مکرمې د سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد مبارک دے: څوک چې بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم اولولي الله پاک به د هر حَرف په بدله کښې د هغه په نامۀ اَعمال کښې څلور زره نيکئ درج کړي، څلور زره ګناهونه به يـې معاف کړي او څلور زره درجې به يـې اوچتې کړي. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! خوشحاله شئ! د خپل خوږ خوږ الله پاک د رحـمت نه قربان! لږ حساب خو اوکړئ په بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم کښې 19 حُرُوف دي. داسې يو ځل د بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم لوستلو سره به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! په يو څو سيکنډو کښې 76 زره نيکئ ميلاؤ شي، 76 زره ګناهونه به معاف شي او 76 زره درجې به مو اوچتې شي.
شيخ طريقت، اميرِ اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ليکي: خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د خوراك كولو او په بل د خوړلو، د څښلو او په بل د څښلو، د كيښودلو او پورته كولو، د وينځلو او پخولو ، د لوستلو او وئيلو، د تللو او (ګاډي وغيره) چلولو، پاڅيدلو او پاڅَوَلو، كښيناستلو او كښينولو، د بلب بلَوَلو، د پكي چلولو، د دسترخوان غوړوَلو او راټولو، د بسترې غونډوَلو او خورَوَلو، د دُكان بيرته كولو، د جرندے [يعني تالے] لګولو او بيرته كَولو، د