Teen Dost

Book Name:Teen Dost

مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه پوښتنه اوکړے شوه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د قيامت په ورځ به د الله پاک په نز د ټولو نه افضلې درجې والا کوم خلق وي؟ نو خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: د الله پاک په کثرت سره ذِکر کوونکي. ([1])

ستا ژبه دې د الله پاک په ذِکر باندې لَـمده وي

د حضرت عبد الله بن بُسر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې يو کَس عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د اسلام حکمونه په ما باندې زيات دي،  ما ته څه داسې يوه خبره ارشاد اوفرمايئ! کومه چې زه کلَکه اونيسم؟ ارشاد يـې اوفرمائيلو: لَایَزَالُ لِسَانُکَ رَطْبًا مِّنْ ذِکْرِ اللّٰہِ عَزَّوَ جَلَّ يعنې ستا ژبه دې هميشه د الله پاک په ذِکر باندې لَـمده وي. ([2])

 د ذِکرُ الله يو څو آسانې طريقې

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! غور اوکړئ! د ذِکرُ الله څومره فضيلتونه دي. مونږ له روزانه څه نا څه د ذِکر و اَذکار عادت هم جوړول پکار دي، مثلاً * سحر او ماښام د سل سل کَرَته سُبحٰنَ اللہ وئيلو عادت جوړ کړئ! د حديثِ پاک مطابق څوک چې سحر او ماښام سل سل کَرَته سُبحٰنَ اللہ لولي، هغه د سلو حجونو کوونکي په شان دے. ([3]) *دغه شان د کلمه طيبه لَا ٓاِلٰہَ اِلَّا اللّٰہ د لوستلو عادت جوړ کړئ! په روايتونو کښې دي: کوم بنده چې د ورځې يا د شپې په يو ساعت کښې لَا ٓاِلٰہَ اِلَّا اللّٰہ وائي نو د هغه د اعمال نامې نه ګناهونه ورانولے شي او د هغې په ځائے پکښې هم هغه همره نيکئ ليکلے


 

 



[1]... ترمذی، کتاب الدعوات، صفحہ:778، حدیث:3376۔

[2]... ترمذی، کتاب الدعوات، باب ما جاء فی فضل الذکر، صفحہ:778، حدیث:3375۔

[3]... ترمذی ، کتاب الدعوات ، صفحہ:797، حدیث:3471۔