Book Name:Teen Dost
کَس ته اوفرمائيل: ستاسو څه خيال دے؟ دا کَس (کوم چې اوس مونږه ښخ کړو آيا دے) به دنيا ته د واپس راتلو، د ډيرو نيکو اعمالو کولو او د خپلو ګناهونو نه د توبه کولو خواهش نه لري؟ هغه کَس اووئيل: آو! ضرور به هغه د دې خواهش لري. امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: بيا زمونږه څه حال دے؟ مونږ د دې مړي په شان ولې نه کيږو (يعنې زمونږ سره اوس مهلت شته، مونږ په دنيا کښې موجود يو بيا مونږه نيکئ ولې نه کوو، د ګناهونو نه ولې نه توبه کوو...؟) دا يـې چې اووئيل نو امام بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه روان شو، او بيا بيا يـې وئيل: که زړۀ ژوندے وي نو د دې جنازو نه غټ نصيحت به نور څه وي...! ([1])
وہ ہے عیش و عشرت کا کوئی محل بھی جہاں تاک میں ہر گھڑی ہو اَجَل بھی
بس اب اپنے اِس جہل سے تُو نکل بھی یہ جینے کا انداز اپنا بدل بھی
جگہ جی لگانے کی دنیا نہیں ہے یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں ہے
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا يو حقيقت دے چې د مرګ نه پس به نيکئ پکار راځي، زمونږه، دا ګاډي، بنګلې، بينک بيلنس، مال او دولت، د دې د پاره زمونږه منډې ترړې، زمونږه لوئے لوئے ډګريانې، د اعلیٰ کارکردګئ ميډل، دا هر څه د دُنيا دي، هم په دنيا کښې به پاتې شي، قبر ته به صرف مونږ کوزيږو او زمونږ سره به زمونږه اَعمال وي، د دې نه علاوه به هيڅ زمونږ سره نه ځي.
په يو حديثِ پاک کښې دي: د مَړي سره درې څيزونه ځي، دوه راواپس کيږي او يو د