Teen Dost

Book Name:Teen Dost

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک اَعمَال

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو، د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو د جذبې حاصلولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي سره تړون ساتئ! په 12 ديني کارونو کښې هم پوره پوره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او آخرت بے شميره برکتونه به درنصيب شي. په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار روزانه د خپلو اعمالو د جائزه اخستلو په ذريعه د نيک اَعمال رساله ډکول هم دي. په نيک اَعمال رساله کښې د  زيات عمر اسلامي وروڼو د پاره 72 سوالونه او جوابونه ليکلے شوي دي * د هر سوال نه لاندې 30 خانې دي *  روزانه سوال لوستل او خپله جائزه اخستل او خانې ډکول وي * د صحيح اسلامي ژوند تيرولو دا بهترينه نُسخه ده * د دې په ذريعه پته نه لګي چې د څومره [خلقو] اِصلاح شوې ده. تاسو هم دا رساله واخلئ! روزانه خپله جائزه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډيره فائده به مو کيږه * اخلاق به مو ښه کيږي * کردار به مو ښه کيږي * عادت به مو ښه کيږي * په نيکو باندې به استقامت درنصيب کيږي * د ګناهونو نه به مو نفرت پيدا کيږي * زړۀ به مو روښانه کيږي * د الله پاک محبت به درنصيب کيږي * عشقِ رسول به مو زياتيږي * روحانيت به درته ميلايږي او * د آخرت فِکر به درنصيب کيږي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د ټولې کورنئ اِصلاح اوشوه  

د ضلع اټک (پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور بيان دے، ما د ګناهونو نه ډک