Teen Dost

Book Name:Teen Dost

صرف مونږه يو. دا يـې چې اُووئيل نو حضرت يزيد رقاشي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ژړا شو او اوئې فرمائيل: زيرے دے د هغه چا د پاره د چا د قبر ملګرے چې نيک وي او هلاکت دے د هغه د پاره د چا د قبر ملګرے چې د هغه د پاره وَبال جوړ شي...!! ([1])

دا د خپلې اصلاح وخت دے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا اصل حقيقت دے، زمونږه په ذهنونو کښې به ډيرې زياتې منصوبې وي، زمونږه په زړونو کښې به ډير ارمانونه وي، مونږه هره ورځ د خپل مستقبل د پاره ډير سوچونه کوو، ډيرې زياتې نوې نوې منصوبې جوړوو خو اصل حقيقت هم دا دے...!! چې کله به د مرګ فرښته حضرت عزرائيل عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړي، بيا به د هغې نه پس هيڅ منصوبه، هيڅ ارمان باقي پاتې نه شي، بيا به صرف يو څيز باقي وي او هغه زمونږه اَعمَال دي. لہٰذا مونږ ته په دې دنيا کښې وړاندې څه کول دي، ښه کور، ښه ګاډے، ښه کاروبار، دا هر څه زمونږه د مستقبل سوچ دے خو زمونږه عمل زمونږه ننئ ذِمه واري ده. مونږ به خپل دنيائي مستقبل ته رسيږو يا نه، د دې هيچا ته پته نشته، خو مونږ به قبر ته ضرور کوزيږو، د خپلو اَعمالو سره به کوزيږو، دا هر مسلمان ته پته ده. لہٰذا ضروري ده چې مونږ نن او هم د اوس نه د خپلو اعمالو فِکر شروع کړو. يو ځل حضرت عثمان بن ابو عاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د يوې جنازې سره هديرې ته تشريف يوړلو، د هغوئي سره يو ځلمے هم وو، هغه ځلمے په څه غفلت کښې اخته وو. هغه قبر کوم چې د مړي د پاره تيار کړے شوے وو، حضرت عثمان بن ابو عاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغه قبر په لور اشاره اوکړه او هغه ځلمي ته يـېاوفرمائيل: خپل کور ته سر ورښکارہ کړه او


 

 



[1]... شرح الصدور، باب مخاطبۃ القبر للمیت، صفحہ:87۔