Book Name:Teen Dost
(4): تلاوت کول
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! تلاوت کول هم په آسانو نيکو کښې ډيره اهمه نيکي ده. د قرآنِ پاک په يو حَرف لوستلو باندې د لسو نيکو ثواب ميلاويږي، ډير مشهور حديثِ پاک دے: څوک چې د الله پاک د کتاب يو حَرف اولولي، هغه ته به يوه نيکي ميلاويږي کومه چې به د لسو برابره وي. زه دا نه وايم چې الٓمّٓ يو حَرف ے، بلکې اَلِف يو حَرف، لام يو حَرف او ميم يو حَرف دے. ([1])
لږ غور اوکړئ! څوک خوش قِسمته چې صرف د الٓمّٓ تلاوت اوکړي نو د هغه په نامۀ اعمال کښې به په يو څو سيکنډو کښې ديرش [30] نيکئ زياتې شي نو د قرآنِ پاک د يو سُورت يا يوې رُکوع لوستلو به څومره ثواب کيږي...! هر يو اسلامي ورور له پکار دي چې روزانه په څه نا څه مِقدار کښې د قرآنِ پاک تلاوت ضرور کوي، که زيات نه وي نو روزانه دې کم از کم د دريو آيتونو تلاوت کوي، که الله پاک توفيق درکړي نو ورسره د ترجمه کنز الايمان او تفسير خزائن العرفان يا صراط الجنان لوستلو معمول هُم جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هره ورځ به مو په اعمال نامه کښې په سؤونو نيکئ زياتيږي.
(5): دُرُودِ پاک لوستل
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! يوه ډيره آسانه نيکي د درودِ پاک کثرت هم دے. درودِ پاک د برکتونو حاصلولو، د درجو اوچتولو، د ايمان مضبوطولو او د الله او رسول د قرب حاصلولو بهترينه ذريعه ده. په ناسته په ولاړه، په ګرځيدو راګرځيدو