Book Name:Teen Dost
تيلو او عطرو لګولو، د بيان كَولو او نعت شريف وئيلو، د پيزار په ښپو كَولو او عِمامه په سر كوَلو، د دروازې بيرته كولو او بندوَلو، غرض دا چې د هر جائز كار په شروع كښې (چې كله شرعاً منع نه وي) د بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم وئيلو عادت جوړول او د دي بَرَكتونه حاصلول ډير لوئي سعادت دے. ([1])
کروں نامِ اقدس سے تیرے خدایا میں آغاز ہر کام کا یاالٰہی
بنا دے مجھے اپنا ذاکِر بنا دے مجھے شوق دے نعت کا یاالٰہی
تِرے نام پر جان قربان کر دوں تُو کر ایسا جذبہ عطا یاالٰہی
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
(3): د الله پاک ذِکر کول
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د الله پاک ذِکر کول هم داسې آسان عبادت دے کوم چې انسان په لږه توجُّه څه وخت هم کولے شي. د دې فضيلتونه او فائدې بے شميره دي. د صحابئ رسول حضرت ابو موسیٰ اشعري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې رسولِ هاشمي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: که د يو کَس لَـمن د درهمو نه ډکه وي او هغه هغه تقسيموي او بَل [کَس] د الله پاک ذِکر کوي نو د الله پاک ذِکر کوونکے به افضل وي. ([2])
د تِرمذي شريف حديثِ پاک دے چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني