Teen Dost

Book Name:Teen Dost

تيرولے شو. که مونږ لږه شان توجُّه اوکړو، خپل ذهن جوړ کړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير په آسانئ سره د قبر او آخرت تياري کولے شو. د مَکتَبَةُ الْمَدِينه يو کتاب دے: آسان نيکياں. دا کتاب د مَکتَبَةُ الْمَدِينه نه اوغواړئ! يا يـې د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه مفت ډاؤنلډ کړئ! دا اولولئ او په دې کښې د ليکلے شوؤ نيکو اختيارولو کوشش اوکړئ. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي.

خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د رَجَب روژې نيولې

 اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د رَجَبُ المُرَجَّب د مياشتې اهم ترين عبادت روژې نيول دي. حضرت عُروَه بن زُبير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما نه پوښتنه اوکړه: آيا د الله پاک نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په رَجَبُ المُرَجَّب کښې روژې نيولې؟ اوئې فرمائيل: آو! (روژې به يـې هم نيولې) او دې له به يـې اهميت هم ورکولو. ([1])

د دوو کالو د عبادت ثواب

د جنّتي صحابي حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، سرکارِ نامدار، د دواړو جهانونو مالِک او مختار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: چا چې په ماهِ حرام کښې درې ورځې د زيارت، جُمعې او خيالي روژې اونيولې، د هغه د پاره به د دوو کالو د عبادت ثواب ليکلے کيږي. ([2])


 

 



[1]... کنزالعمال، جزء:8، جلد:4، صفحہ:301، حدیث:24596۔

[2]... معجم اوسط، جلد:1، صفحہ:485، حدیث:1789۔