Book Name:Teen Dost
فرض وي نو زکوٰۃ ادا کړو * که د روژو قضا مو پاتې وي نو هغه زر تر زره پوره کړو * نور چې څومره فرائض او واجبات دي چې هغه ټول پوره کړو. بيا د دې نه پس د نيکو اَعمالو ميدان ډير فراخه دے. که مونږه خپل ذهن جوړ کړو او د نيکو حِرص په زړۀ کښې پيدا کړو نو روزانه په آسانئ سره په زرګاؤ نيکئ کولے شو. مثلاً
(1): توبه کول
رښتونې توبه [د الله پاک په توفيق سره] آسانه نيکي ده، توبه هر قِسمه ګناهونه وينځي. آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اَلتَّائِبُ مِنَ الذَّنْبِ کَمَنْ لَّا ذَنْبَ لَــــہٗ يعنې د ګناهونو نه توبه کوونکے داسې دے لکه هغۀ چې ګناه هډو کړې نه ده. ([1])
توبه کوونکے خوش قِسمته، د ګناهونو د معافئ سره سره د نورو ډيرو فضيلتونو مثلاً د جنّت د انعامونو هم حقدار جوړيږي. په 28 [اته ويشتمه] سيپاره، سورۀ تحريم 8 نمبر آيت کښې دي:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا تُوْبُوْۤا اِلَى اللّٰهِ تَوْبَةً نَّصُوْحًاؕ-عَسٰى رَبُّكُمْ اَنْ یُّكَفِّرَ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَ یُدْخِلَكُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُۙ- (پارہ:28، التحریم:8)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: اے ايمان والؤ! د اللہ طرف ته داسې توبه اوکړئ چې د هغې نه پس د ګناه طرف ته ګرځيدل نه وي، نزدې ده چې ستاسو رب ستاسو بدئ تاسو نه لرې کړي او تاسو هٰغه باغونو ته داخل کړي د کومو لاندې چې نهرونه بهيږي.