Book Name:Teen Dost
هغه سره پاتې کيږي: (1): د هغه بال بچ (2): د هغه مال او (3): د هغه عمل ورسره ځي،
بيا يـې مال او بال بچ خو راواپس شي خو د هغه عمل هم د هغه سره پاتې شي. ([1])
ہائے غافِل وہ کیا جگہ ہے جہاں
پانچ جاتے ہیں چار پِھرتے ہیں
وضاحت: آه! اے غافِله...!! لږ غور خو اوکړه هغه څومره د عبرت ځائے دے، چرته چې پينځه [کَسان] ځي، يو مړے او څلور د هغه اوچتوونکي خو د هغه ځائے نه صرف څلور راواپس کيږي، مړے قبر ته کوز کړے شي.
په روایت کښې دي: يوه ورځ د اللہ پاک آخری نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ستاسو او ستاسو د بال بچ او مال او اعمالو مثال د هٰغه کس په شان دے د چا چې 3 محبوب دوستان وي، چې کله د هغه د مرګ وخت نزدې راشي نو هغه خپل درې واړه دوستان را اُوبلي او يو [دوست] ته اُووائي: ته زما حالت وِينې، دا اُووايه چې ته زما د پاره څه کولے شې؟ هغه جواب ورکړي: زه ستا د پاره دومره کولے شم چې فی الحال ستا په بيمارئ کښې ستا خدمت اوکړم، ستا سره اوسم او ستا ضرورتونه پوره کړم، بيا چې ته کله وفات شې نو تا له غسل درکړم او کفن در واغوندم او د خلقو سره په شريکه ستا جنازه پورته کړم چې کله زه اُوګه درکووم او کله بل کس، چې کله (تا ښخ کړم او) بيرته راشم نو څوک چې ستا په باره کښې تپوس اوکړي نو د هغه په وړاندې ستا صرف ښيګړه بيان کړم. دا دوست د هٰغه کس بال بچ دي. بيا هغه خپل بل