Book Name:Teen Dost
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دلته د ماهِ حرام نه هم دا څلور مياشتې يعنې ذو القعده، ذو الحِـجة، مُحرم او رَجَب مراد دي، په دې څلورو مياشتو کښې چې په کومه مياشت کښې هم د زيارت، جُمعې او خيالي روژې اونيسي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دوو کالو د عبادت ثواب به ميلاويږي.
تیرےکرم سے اے کریم! مجھے کون سی شے ملی نہیں جھولی ہی میری تنگ ہے، تیرے یہاں کمی نہیں
عارِف بِالله شيخ ضياءُ الدِّين دَيرِيني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په روايتونو کښې دي چې *چا د رَجَب اووه [7] روژې اونيولې، د هغه د پاره د دوزخ دروازې بندې کړے شي *چا چې د رَجَب شريف لس روژې اونيولې، هغه چې د الله پاک نه څه غواړي الله پاک يـې هغه ته عطا کوي * او بے شکه په جنّت کښې يو محل دے، د هغې محل په وړاندې دا دُنيا د مرغئ د جالې په شان ده، هغه محل ته به صرف هغه داخليږي چا چې په رَجَب کښې روژې نيولې وي. ([1])
عبادت میں، ریاضت میں، تلاوت میں لگا دے دِل رَجَب کا واسطہ دیتا ہوں فرما دے کرم مولا([2])
الله پاک دې مونږ ته د رَجَب د مياشت د احترام کولو، په دې کښې د ډيرو ډيرو نفلي روژو نيولو، د ډيرو ډيرو نيکو کولو او د ګناهونو نه د بچ کيدو توفيق رانصيب کړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد