Teen Dost

Book Name:Teen Dost

ژوند تيرولو، فلمونه کتل، لوفري کول، نـمونځونه قضا کول وغيره زما په معمولاتو کښې شامل وو، يو ځل زمونږه علاقې ته د عاشقانِ رسول مدني قافله راغله، په هغوئي کښې يو اسلامي ورور ماته د ماښام د نـمونځ کولو او بيان کښې د شرکت کولو دعوت راکړو، زما خوش قسمتي وه چې زه د هغوئي سره جومات ته لاړم، د ماښام د نـمانځه نه پس بيان ما له ډيره مزه راکړه، د بيان په آخره کښې مبلغ د نیک اعمال رسالې تعارُف اوکړو، په رساله نیک اعمال کښې د درج د نيکو نه ډک ژوند تيرولو مدني ګلونه اوريدو سره زه ډيره خوشحاله شوم، د دې رسالې په شکل کښې د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اُمَّت د اصلاح د پاره محنت ليدو سره ما لاس په لاس د بيعت کولو د پاره نوم ورکړو او عطّاري جوړ شوم، د وخت د ولئ کامل سره مې نسبت څه جوړ شو چې د ګناهونو نه مې نفرت پيدا شو او د نيکو طرفته مائل شوم، ما د ګناهونو نه توبه اوکړه او د دعوتِ اسلامي ديني ماحول کښې د زړه د اخلاصه شامل شوم، د دې په برکت سره زما اخلاق هُم ښه کيدل شروع شو، زما د دې بدليدلو زما د کور په خلقو هم ښه اثر اوشو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! په ورو ورو ټوله کورنئ قادري، رضوي، عطّاري جوړه شوه، په کور کښې د نـمونځونو پابندي شروع شوه، فلمونه ډرامې او سندرې باجې بندې شوې او د ګناهونو نه د ډک چينل په ځائے مَدَني چينل اولګيدو. ([1])

خوب مَدنی قافِلوں کی دھوم ہو                                                                                                    نیک ہو امَّت اے نانائے حسین

’’مَدنی اِنعامات‘‘ کی ہو ریل پیل                                                                                        نیک ہو امَّت اے نانائے حسین([2])

نوټ: د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول کښې مَدَني انعامات ته اوس نيک اَعمَال وئيلے شي.


 

 



[1]... دلوں کا چین، صفحہ:4۔

[2]... وسائِلِ بخشش، صفحہ:258۔