Book Name:Teen Dost
دوست ته اُووائي: ته هُم زما حال وِينې، ته زما د پاره څه کولے شي؟ نو هغه په جواب کښې اُووائي: زه به تر هٰغه وخته پورې ستا مرسته کووم تر څو چې ته ژوندے يـې، چې څنګه ته وفات شې نو زمونږ لارې به جُدا جُدا شي ځکه چې ته به قبر ته اورسې او زه به هُم دلته دنيا کښې پاتې شم. دا دوست د هٰغه کس مال دے. بيا هغه کس خپل دريم دوست ته اُووائي: يقيناً ته هُم زما حالت وِينې او تا زما د بال بچ او مال جواب هُم واوريدو، اُووايه! ته زما د پاره څه کولے شې؟ هغه به ورته په تسلئ ورکولو کښې اُووائي: زما دوسته، زه خو به په قبر کښې هُم ستا سره اوسم او تا به د ويرې نه بچ کووم او چې کله د حساب ورځ راشي نو زه به ستا په مِيزان [تله] کښې کښينم او هغه به درَنه کړم. دا دوست د هغه عمل دے. صحابه کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عرض اوکړو: یارسولَ اللہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا خو ډير ښه دوست دے. نبی کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: هُم دا حقیقت دے . ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دا زمونږ درې دوستان دي، يعنې انسان په دې دُنيا کښې زياتره هم د دې دريو څيزونو فِکر کوي بلکې زياتره خلق خو د خپل مال او بال بچ فِکر کوي. عموماً خلق هم د دې په وجه په ګناهونو کښې اخته کيږي، د حلالو او حرامو فرق پريږدي، چې سحر شي نو د مال ګټلو فِکر شروع شي، هم په دې فِکر کښې شپه شي، شپه او ورځ، سحر او ماښام، ټول ژوند بس د ګټې،خوراک، کور، ګاډو، بنګلو جوړولو، د نوؤ نوؤ آسانو او عشرتونو فِکر کښې ژوند تيريږي، خو افسوس! دا دنيا عارضي ده، زر...!! ډير زر به مرګ راشي، زمونږه مال، دولت، ټوله ګټه وَټه به هم دلته پاتې شي او مونږ به خپل اعمال د ځان سره يوسو او قبر ته به کوز شو.