Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

په سمندر کښې دې اُميد د چا نه لرلو...!!

د اهلِ بيتِ پاک د مشهور او معروف شخصيت حضرت اِمام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوا له يو ځل يو دَهرِيه (يعنې د الله پاک د وجود نه انکار کوونکے) راغے، امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه نه پوښتنه اوکړه: آيا تا چرته په سمندر کښې سفر کړے دے؟ اوئې وئيل: آؤ جي! کړے مې دے. اوئې فرمائيل: آيا چرته په سمندر کښې څه خطرناکې پيښې سره مخامخ شوے يـې. اوئې وئيل: آؤ جي! اوئې فرمائيل: د هغې تفصيل بيان کړه! بيا هغه دَهرِيه اووئيل: يوه ورځ د سمندر د سفر په وخت خطرناکه طوفاني سيلئ راغله، چې د هغې د وجهې کشتئ هم ماته شوه او ماڼکے [يعنې کشتئ چلوونکے] هم ډوب شو او مړ شو، ما د ماتې شوې کشتئ يوه تخته اونيوله او د سمندر په طوفاني چپو مې سفر شروع کړو، آخر د سمندر د چپو په وجه هغه تخته هم زما د لاس نه اوښوئيدله، بيا ما بغير د څه سهارې نه په دومره لوئي سمندر کښې لامبو وهله، آخر د سمندر چپو زه غاړې ته راويشتم (او زما ژوند بچ شو). دا يـې چې واوريدل نو امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: کله چې تۀ سمندر ته کوز شوې نو ستا په کشتئ او په ماڼکي اعتماد وو چې د دې کشتئ په وجه به د سمندر نه پورې وځم، بيا چې کله کشئ ماته شوه نو بيا تا د کشئ په يوه تخته باندې باور اوکړو چې د دې په مدد به زه غاړې ته اورسم، بيا چې کله هغه تخته دې هم د لاس نه لاړه او تۀ بالکل بغير د سهارې نه پاتې شوې، آيا هغه وخت هم ستا د بچ کيدو طمع وه؟ اوئې وئيل: آؤ جي! زما طمع وه. امام جعفر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: هغه وخت خو څه سهارا موجوده نه وه، هغه وخت دې په چا اعتماد وو؟ په کوم باور تا د بچ کيدو طمع لرله؟ نو هغه کَس خاموشه شو. امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: په هغه خطرناک حالت کښې هم ستا د نه غوښتو باوجود هم چې يوه طمع وه، په کومه هستئ چې دې باور وو، هُم هغه ته خدائے وئيلے شي،