Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

* تاسو هم په مَدَني قافله کښې سفر کوئ! اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي * په مَدَني قافله کښې فرض عِلمِ دِين ښودلے کيږي * سُنَّت ښودلے کيږي * د تهجدو کولو سعادت نصيب کيږي * د نيکئ د دعوت عام کولو موقع ميلاويږي * د مَـدَني قافلې په برکت سره د مُرادونو پوره کيدو، * د مشکلاتو لرې کيدو * د بيمارو نه د شفا نصيب کيدو هم ډير واقعات دي * داسې هم شوي دي چې په مَدَني قافله کښې د سفر کوونکو عاشقانِ رسول د ډاډګيرنې د پاره خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم فرمائيلے دے، په خوب کښې يـې تشريف راوړے دے او په قافله کښې برخه اخستونکو ته يـې خپل ديدار کړے دے. * مونږ له هُم پکار دي چې په مَدَني قافله کښې سفر اوکړو، څه پته په مونږ باندې هم کرم اوشي.

آؤ مدنی قافِلے میں ہم کریں مل کر سفر                                                     سنّتیں سیکھیں گے اس میں ان شاء اللہ سر بسر

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

(3): د معراج سفر او د بندګئ درس

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د معراج د سفر په حکمتونو کښې علمائے کرام دا هم فرمائي چې دا سفر د بندګئ سفر وو. شيخ ابو علي دَقَّاق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: الله پاک رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دنيا ته راوليږلو د پاره د دې چې خلق د هغوئي نه د عبادت طريقې زده کړي او د معراج په شپه يـې آسمانونو ته اوبللو د پاره د دې چې خلق د هغوئي نه د بندګئ آداب زده کړي. ([1])

يعنې الله پاک زمونږه رَبّ دے، مونږه د هغه عبد (يعنې بندګان) يو، د هغه د بنده


 

 



[1]... کتاب المعراج للقُشَیْری ، باب ذکر الاسئلۃ فی المعراج، صفحہ:69۔