Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

أُمَّتُكَ که تاسو د شرابو جام قبول کړے وے نو ستاسو اُمَّت به ګمراه شوے وے. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! د معراج په شپه لکه چې د اُمَّت د قسمت فيصله کيدله، که حُضُور جانِ کائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاکو شرابو جام قبول کړے وے نو اُمَّت به ګمراه شوے وے خو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! الله پاک مونږه ګنهګاران د رحمتونو والا نبي، د نبيانو د نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمّتيان جوړ کړو، زمونږه کريم آقا، زمونږه رحيم آقا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اُمَّت باندې کرم اوفرمائيلو او د پئيو جام يـې قبول کړو او د ګمراهئ نه يـې بچ کړو.

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دا زمونږ د پاره د زدکړې سبق دے. دا اُمَّت په فطرت باندې قائم پاتې کيدونکے اُمَّت دے. لہٰذا په مونږ ټولو باندې لازم دي چې مونږه په فِطرت باندې قائم اوسو. اوس دا فطرت څه څيز دے؟ په فِطرت باندې څنګه قائِم پاتې کيدل دي؟ په فِطرت باندې د قائِم پاتې کيدو اهميت څه دے؟ راځئ! د اوريدو سعادت حاصلوو:

فطرت څه ته وئيلے شي؟

الله پاک په قرآن کريم کښې فرمائي:

فِطۡرَتَ اللّٰہِ  الَّتِیۡ فَطَرَ  النَّاسَ عَلَیۡہَا ؕ لَا تَبۡدِیۡلَ  لِخَلۡقِ اللّٰہِ ؕ  ذٰلِکَ الدِّیۡنُ الۡقَیِّمُ ۙ   وَ لٰکِنَّ  اَکۡثَرَ النَّاسِ لَا یَعۡلَمُوۡنَ (ۙ۳۰)   

(پارہ:21، اَلْرُوم:30)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان:  (دا) د الله پيدا کړے فطرت (دے) په کوم ئې چې خلق پيدا کړل د الله جوړ کړے څيز نه بدلول، هُم دا نيغ دين دے، خو ډير خلق نه پوهيږي (۳۰)


 

 



[1]... بخاری، کتاب الاشربۃ، باب قول اللہ تعالی انما الخمر...الخ، صفحہ:1419، حدیث:5576۔