Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

د پاره د شپيتؤ [60] مياشتو د روژو ثواب اوليکي. ([1]) د حضرت سلمان فارسي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: د الله پاک آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: په رجب کښې يوه ورځ او شپه ده څوک چې په هغه ورځ روژه اونيسي او د شپې قيام (عبادت) اوکړي نو لکه هغۀ چې سل [100] کاله روژې اونيولې او دا د رَجَب اوويشتم [27] تاريخ دے. ([2])

د شعبان د روژو فضیلت

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰه! شعبان المُعظم هُم تشریف راوړو والا ده.  دا مياشت هُم ډيره برکتونو او عظمتونو والا ده، خوږ آقا مکّي مَدَني مصطفٰے صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم به کَثرت سره نفل روژې په هُم دې مياشت کښې نيولې. په دې مبارکه مياشت کښې هُم په کثرت سره د نفلي روژو نيولو نيت اوکړئ! د مسلمانانو خوږه مورجانه حضرت سيدتنا عائشه صديقه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا فرمائي: د اللہ پاک آخری نبی، مکی مَدَنی صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم ما د شعبان نه زيات په بله کومه مياشت کښې په [نفلي] روژو نيولو نه دے ليدلے، هغوئي صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم به سِوا د يو څو ورځو نه [د شعبان] د پوره مياشتې روژې نيولې.([3]) (4): يو ځل د هغوئي صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم په دربار کښې تپوس اوکړے شو: د رمضان نه پس کومې روژې افضل دي؟ اوئې فرمائيل: د رمضان د تعظیم د پاره د شعبان روژےې نيول.([4])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي په ديني ماحول کښې په شعبان کښې د روژو سپرلے وي، په مختلفو ځايونو کښې د پيشمني اجتماعات هم کيږي، مَاشَآءَ اللہ! ډير عاشقانِ رسول په کثرت سره روژې


 

 



[1]... فضائل شہر رجب للخلال، صفحہ:76، حدیث:18۔

[2]... شعب الایمان، جلد:3 صفحہ:374، حدیث:3811

[3]...ترمذی، کتاب:الصوم، باب:ماجاء فی وصال شعبان برمضان، صفحہ:206، حدیث:736۔

[4]...ترمذی، کتاب: زکوٰۃ، باب: فضیلتِ صدقہ، صفحہ:189، حدیث:663۔