Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein
هلاک شوم. (خو د رحمان رَبّ د رحمت نه قربان شم) د دواړو جهانونو رَبّ اوفرمائيل: لاړ شه! ما تۀ هُم په هٰغه وخت بخښلے وې کله چې تا ځان بدترين ګڼلے وو. ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! غرض مونږ له دا دواړه کارونه کول پکار دي: (1): چې عبادت په کثرت سره کوو (2): او خپل عبادتونه هيڅ هُم نه ګڼو. بَس د الله پاک په رحمت نظر ساتو.
(3): صِرف د رَبّ شئ!
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د الله پاک د حقيقي بنده يعنې په صحيح معنو کښې د عَبدُ الله جوړيدو د پاره دريمه خبره دا ضروري ده چې بنده د هر څيز نه کټ شي او صرف د رَبّ شي. د معراج شريف په روايت کښې دي: چې کله سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک په بارګاه کښې حاضر شو نو الله پاک اوفرمائيل: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! اَنَا وَ اَنتَ يو زه يم، يو تاسو يئ. وَ مَا سِوَاکَ خَلَقْتُ لِاَجَلِکَ ستاسو نه علاوه په کائنات کښې چې څه هم دي، هغه ټول ما ستاسو د پاره پيدا کړي دي. ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زما د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ...!! د الله پاک د هغوئي سره محبت ته اوګورئ! د الله پاک نه علاوه چې څه هم دي، زمکه، آسمان، سپوږمئ، ستوري، نمر، کهکشاګانې، دا ښکلې فضاګانې، انسان، پيريان، فرښتې هر څه الله پاک د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره جوړ کړي دي. ځکه خو اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:
زمین و زماں تمہارے لئے، مکین و مکاں تمہارے لئے چنین و چُناں تمہارے لئے، بنے دوجہاں تمہارے لئے
دَہن میں زباں تمہارے لئے، بدن میں ہے جاں تمہارے لئے ہم آئے یہاں تمہارے لئے، اُٹھیں بھی وہاں تمہارے لئے([3])