Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

جو دردِ لادوا ہو، یہ گھول کر پِلا دو                                                               کیا نسخۂ شفا ہے صلِّ عَلٰی مُحَمَّد

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

په حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار په نيتونو دے. ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ښه نيت بنده جنت ته رسوي، د بيان اوريدو نه مخكښې څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * عِلمِ دِين به زده کووم * په اَدب به کښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په پاک نوم اوريدو به درودِ پاک لولم.

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د رجب شريف اوويشتمه [27] شپه ده. * نن د شانِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اظهار شپه ده * نن د رفعتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اظهار شپه ده * نن د امامتِ انبيا شپه ده * نن د معراجِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شپه ده * بلکې داسې اووايئ چې نن هغه شپه ده چې په کومه شپه بُراق ته د خدمتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم معراج اوشو * نن هغه شپه ده چې مسجدِ اَقصیٰ ته د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زيارت معراج نصيب شو * نن هغه شپه ده چې انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار شوق لرلو نن د هغوئي د پاره د زيارتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شپه ده * نن د اووه واړو آسمانونو * د هغه ځائے د فرښتو د پاره * د جنّت او د جنّت د ټولو نعمتونو د پاره * د هغه ځائے د حُورو د پاره *


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔