Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

عالَم میں کیا ہے جس کی کہ تجھ کو خبر نہیں                                                              ذرَّہ ہے کون سا تری جس پر نظر نہیں

یہ عِلْمِ غیب ہے کہ رسولِ کریم نے                                                                                 خبریں وہ دِیں کہ جن کی کسی کو خبر نہیں

معراج میں خُدا نے بُلایا انہیں جہاں                                                                                  واللہ! اس جگہ پہ کسی کا گزر نہیں

د عِلمِ دِين د پاره سَفَر اوکړئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه واريدل چې د معراج سفر د عِلم سفر دے. په دې کښې زمونږ د پاره هم سبق دے، مونږ له هم پکار دي چې د عِلمِ دِين زده کولو د پاره سفر کوو. د دې ډير برکتونه دي. حضرت کَثِير بن قَيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه د دِمشق په جومات کښې د صحابئ رسول حضرت ابو درداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په خدمت کښې حاضر ووم، هغه وخت د هغوئي خوا له يو کَس راغے، هغه عرض اوکړو: اے ابو درداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ! زه خبر شوے يم چې تاسو د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو حديث بيانوئ، زه د هغه حديثِ پاک زده کولو د پاره د مدينے منورې نه راغلے يم.

(الله اکبر! د عِلمِ دِين د شوق اندازه اولګوئ! د مدينے منورې نه د دمشق پورې د يو زر [1000] کلوميټره نه زياته فاصله ده او په هغه وخت کښې خو ګاډي او جازونه هم نه وو، پيدل يا په څاروو به سفر کيدو، دې صاحب د دومره لرې نه سفر اوکړو او راغے او په څه پسې راغلے وو؟ واورئ!) حضرت ابو درداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: آيا تۀ د تجارت د پاره نه يـې راغلے؟ عرض يـې اوکړو: نۀ. اوئې فرمائيل: د تجارت نه عِلاوه (په دمشق کښې) که ستا بَل څه کار وي، د کوم د پاره چې تۀ راغلے يـې؟ عرض يـې اوکړو: نۀ (زه خو صرف د حديثِ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زده کولو د پاره د دومره لرې نه حاضر شوے يم، د دې نه علاوه زما بَل هيڅ مقصد نشته). په دې باندې حضرت ابو درداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د عِلمِ دِين د طالب علم فضيلتونه بيان کړل او اوئې فرمائيل: ما د الله پاک د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه دا اوريدلي دي: * څوک چې د عِلمِ (دِين) زده کولو د پاره په يوه لاره روان شي، الله پاک د هغه د پاره د جنّت لاره آسانوي * بے شکه