Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

فرښتې د عِلمِ (دِين) د طالبِ عِلم نه خوشحاليږي او د هغه د پاره خپلې وزَرې خوروي. * بے شکه د زمکې او آسمان ټول مخلوق، تر دې پورې چې په اوبو کښې مهيان [کبان] هم د عِلمِ (دِين) د طالبِ علم د پاره د بخښنې دعاګانې کوي * بے شکه د عالِم فضيلت په عبادت ګزار باندې داسې دے لکه څنګه چې د څوارلسمې د سپوږمئ فضيلت په ستورو باندې دے * بے شکه عُلَماء د انبياؤ وارثان دي، بے شکه انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام په وراثت کښې درهم او دينارونه (يعنې مال او دولت) نه پريږدي، انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام خو په وراثت کښې صرف عِلم پريږدي، پس چا چې عِلمِ (دِين) حاصل کړو، هغه لويه حصه حاصله کړه.([1])

  سُبْحٰنَ اللہ! د عِلمِ دِين د طالبِ علم څومره ځانګړي شانونه دي. الله پاک دې مونږ ته هم د عِلمِ دِين زده کولو، د ډيرو ډيرو ديني کتابونو لوستلو او د عِلمِ دِين په خاطر د سفر کولو توفيق رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

په مَدَني قافلو کښې سَفَر کوئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي د عِلمِ دِين فيضان عام کولو والا دِيني تحريک دے. د دعوتِ اِسلامي والا عاشقانِ رسول سره په مَدَني قافلو کښې سَفَر د عِلمِ دِين زده کولو او د عِلمِ دِين د سفر برکتونو حاصلولو بهترينه ذريعه ده. * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! په ټوله دُنيا کښې د دِين پيغام عام کولو د پاره لکونه عاشقانِ رسول د مَدَني قافلې په شکل کښې ملک په ملک، ښار په ښار، کلي په کلي سفر کوي او د نيکئ دعوت عام کوي * د مَدَني قافلو په برکت باندې ډيرو کافرانو کلمه وئيلې ده او مسلمانان شوي دي * د لکونو خلقو په ژوند کښې د نيکو سپرلے راغلے دے * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د 3 ورځو، 12 ورځو، يوې مياشت او 12 مياشتو قافلې سفر کوي.


 

 



[1]... ترمذی، ابواب العلم، باب ماجاء فی فضل الفقہ...الخ، صفحہ:631، حدیث:2682۔