Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

په دې آيت کښې د فطرت نه مُراد دينِ اِسلام دے. ([1]) يعنې فرمائيلے کيږي چې اے خلقو! د فطرت (يعنې د دينِ اسلام) پيروي کوئ! بے شکه ټول انسانان هم په دې فطرت باندې پيدا کړے شوي دي، بيا د دې نه پس چې څوک د فطرت نه مخ اړوي او بَل طرف ته روانيږي نو هغه د شيطان په پنجه کښې راګير دے. ([2])

هر انسان په فطرت باندې پيدا کيږي

په حديثِ پاک کښې دي: مَا مِنْ مَوْلُودٍ إِلَّا ‌يُولَدُ ‌عَلَى ‌الْفِطْرَةِ، فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ، أَوْ يُنَصِّرَانِهِ يعنې هر ماشوم هُم په فِطرت باندې پيدا کيږي، دا د هغه مور پلار دي څوک چې هغه يهودي يا عيسائي جوړوي. ([3])

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د فطرت نه مُراد دے: اصلي او پيدائشي حالت. يعنې هر انسان په ايمان (او دينِ اِسلام) باندې پيدا کيږي، بيا د شعور پيدا کيدو نه پس چې څنګه خپل مور پلار او ملګرو ته ګوري، هم هغسې جوړيږي. ([4])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دې قرآني آيت او د حديثِ نبوي نه معلومه شوه چې مونږه مخلوق يو او زمونږه خالق، زمونږه جوړوونکي رَبِّ کريم مونږه جوړ کړي هم په دې انداز يُو چې دِين، ايمان، تَوحِيد، دا هر څه زمونږه په فطرت کښې کيښودے شوي دي.


 

 



[1]... صراط الجنان، پارہ:21، اَلْرُوم، زیرِ آیت:30، جلد:7، صفحہ:443۔

[2]... تفسیرِ نسفی، پارہ:21، اَلْرُوم، زیرِ آیت:30، جلد:2، صفحہ:699 خلاصۃً۔

[3]... بخاری، کتاب الجنائز، باب اذا اسلم الصبی...الخ، صفحہ:380، حدیث:1358۔

[4]... مرآۃ المناجیح، جلد:1، صفحہ:100 بتصرف قلیل۔