Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیْم! په ټول پاکستان کښې په 26 مقاماتو کښې د رمضان د ټولې مياشتې اعتکاف کيږي. تاسو هم د روژې ټوله مياشت د اجتماعي اعتکاف کولو نيت اوکړئ! اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! په عالمي مَـدَني مرکز فيضانِ مدينه (کراچئ) کښې به شيخ طريقت اميرِ اهلِ سُنَّت، بانئ دعوتِ اسلامي حضرتِ علامه مولانا محمد اِلياس عطّار قادري رَضَوِي دَامَتْ بَرَکَاتُـهُمُ الْعَالِیَه هُم په اعتکاف کښې تشريف فرما وي. تاسو هُم اعتکاف اوکړئ د وخت د يو وَلِـیّ کامِل سره چې د اعتکاف کولو سعادت حاصل کړئ نو د دې برکتونه به هم بل شان وي. اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیْم! په رَمَضَانُ المُبَارَک کښې به د ګناهونو نه د بچ کيدو، د نيکو کولو، د نفل عبادتونو شوق زياتيدو سره سره ډير عِلمِ دِين هم زده کړئ، راځئ چې د ترغيب د پاره د اجتماعي اعتکاف يو مَدَني سپرلے واورو:

د ګناهونو ډک ژوند کښې يـې سپرلے راغے

د ډيره الله يار (صوبه بلوچستان، پاکستان) د يو اِسلامي ورور د بيان خلاصه ده: زه مخکښې د ګناهونو په دلدل کښې انښتے ووم، فلمونه کتل او بد نظري وغيره زما خوښ کارونه وو، يو ځل د يو عاشقِ رسول اِسلامي ورور سره زما ملاقات اوشو، هغوئي د محبت نه په ډک انداز کښې ما له په اجتماعي سُنّت اعتکاف کښې د شرکت کولو دعوت راکړو، د هغوئي د حکمت نه ډک او ښکلے انداز چې مې اوليدو نو زما په زړه اثر اوشو او زه د رَمَضَانُ المُبَارَک په اجتماعي اعتکاف کښې د شرکت کولو د پاره فيضانِ مدينه ته لاړم. په اعتکاف کښې د مبلغينو اِسلامي وروڼو د سنتو نه ډکو بيانونو، زړۀ راښکونکو مناجاتو او ژړيدونکو دُعاګانو زما د زړۀ دنيا بدله کړه، ما د تيرو ګناهونو نه توبه کړه او د دعوتِ اِسلامي پاک ديني ماحول ته راغلم، د دې په برکت زما په کردار او خبرو کښې مثبت بدلون راغے، ما عمامه شريفه هم په سر کړه، د سُنّت مطابق مې ګيره مبارکه هم