Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein
دیکھو! اللہ ناراض ہو جائے گا بھائیو! تم کبھی چھوڑنا مت نماز
د سر چقولو سزا
د سحر نـمونځ ته نه راپاڅيدونکو، د نـمونځ وخت په اودو تيروونکو د خطرناکې سزا حال واورئ او توبه کړئ. د مدينے سرکار، د مکے سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته اوفرمائيل: بيګاه شپه دوه کَسان (يعنې جبريل او مکائيل علَيهِما السَّلام) زما خوا له راغلل او زه يـې اَرضِ مُقدَّس (يعنې بيتُ المُقدس) ته بوتلم. ([1]) ما اوليدل چې يو کَس ملاست دے او د هغه سر ته يو کَس ګټه په لاس ولاړ دے او بيا بيا په هغه ګټه د هغه سر چقوي. ما هغه فرښتو ته اووئيل: سُبْحٰنَ اللہ! دا څوک دے؟ هغوئي عرض اوکړو: وړاندې تشريف يوسئ! (د نورو مناظِرو ښودلو نه پس) فرښتو عرض اوکړو: وړومبے کَس کوم چې تاسو اوليدلو (يعنې د چا چې سر چقولے کيدو) دا هغه وو چې قرآنِ کريم يـې لوستلے وو او بيا يـې پريښودے وو او د فرض نـمونځونو په وخت به اوده کيدو. ([2])
بے نمازی کی نحوست ہے بڑی مر کے پائے گا سزا بے حد کڑی
د قضا نـمونځونو طريقه رسالې تعارف
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! خدانخواسته که د چا نه نمونځونه قضا شوي وي نو زر تر زره د هغې د کولو ترکيب جوړ کړئ. د قضا نـمونځونو د ادا کولو طريقه څه ده؟ د قضا نـمونځونو شرعي حکمونه او مسئلې څه دي؟ په دې باره کښې د امير اهلسنّت مولانا الياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه يوه ډيره فائده منده رساله ده: د قضا نـمونځونو طريقه. په دې رساله کښې د قضا نـمونځونو د طريقې سره سره قضا نـمونځ په کوم