Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مونږ باندې کَرم اوکړو، هغوئي ته د پئيو او پاکو شرابو جامونه پيش کړے شول نو هغوئي د پئيو جام اِختيار کړو او په دې کښې حکمت څه وو؟ د پاره د دې چې د هغوئي اُمَّت په فطرت باندې قائم اوسي. اوس چې مونږ غور اوکړو چې آيا مونږ د هغه کرم خيال ساتو، دا لس څيزونه خو د فطرت حصه ده، آيا مونږ دا لس څيزونه اختياروو. مثلاً بريت واړه کول او ګيره پريښودل د فطرت حصه ده. نن چې مونږه اوګورو: څومره خلق دي کوم چې ګيرې پريږدي...!! آه! افسوس! يوه لويه شميره د هغه خلقو ده کوم چې د ګيرې مبارکې په شان ښکلي ښکلي سُنّت خريوي او نالو ته يـې غورځوي. اَلْاَمَان وَالْحَفِیظ...!! ياد ساتئ! ګيره خريل يا د يو موټي نه وړه کول ګناه او حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے. ([1])

د ګيرو خريونکو نه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نفرت

په روايت کښې دي: يو ځل دوه ايراني افسران په بارګاهِ رسالت کښې حاضر شول، دا دواړه غير مسلمه وو، ځکه يـې ګيرې خريلې وې او بريت يـې دومره لوئي وو چې شونډې يـې پټې کړې وې. د هغوئي داسې مخونه چې يـې اوليدل نو سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نفرت له وجهې مخ واړولو او اوئې فرمائيل: په تاسو باندې دې هلاکت وي د داسې مخ جوړولو تاسو ته چا وئيلي دي؟ هغوئي اووئيل: زمونږه رَبّ پرويز خسرو. (اَسْتَغْفِرُ اللہ! اَسْتَغْفِرُ اللہ!). په دې باندې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: خو زما رَبّ اللهُ رَبُّ العالـمين حکم کړے دے چې ګيره پريږدم او بريت اوترواشم. ([2])


 

 



[1]...  بہارِ شریعت، جلد:3، صفحہ:585، حصہ:16 بتغیر قلیل۔

[2]... مدارج النبوۃ، جلد:2، صفحہ:225 بتصرف۔