Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

د بندګئ بعضې آداب

(1): وړومبئ خبره خو دا ده چې په صحيح معنو کښې د الله پاک بنده هغه کيدے شي څوک چې په کثرت سره د الله پاک عبادت کوي، لہٰذا په کثرت سره د عبادت کولو عادت جوړ کړئ! * مونږ له پکار دي چې پينځه واړه نـمونځونه د جَمعې سره په جومات کښې ادا کوو * نفلونه کوو * د تهجد، اشراق او څاښت او اوابينو نفلونه هم ادا کوو * تلاوت هم کوو * دُرُودِ پاک هم لولو * په کثرت سره ذِکرُ الله هم کوو * نفلي روژې هم نيسو. غرض دا چې پکار ده چې زيات عبادت کوو. (2):بيا د دې سره سره دا هم ضروري دي چې خپلو عبادتونو ته نۀ په طمع کيږو، ځان عبادت ګزاره نه ګڼو. علمائے کرام فرمائي: په صحيح معنو کښې عبد [بنده] هغه دے څوک چې په عبادتونو کښې پوره مشغول اوسي خو خپل عبادت د وربشې د دانې برابر هم نه ګڼي. ([1]) بس هميشه خپل ځان ګنهګار، ډير عاجزه او کمزورے ګڼل پکار دي.

د بخښنې يو سبب

د عرب يو ډير مشهور شاعر تير شوے دے: فَرَزدَق. يو ځل دے د اِمام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضر وو. اوئې وئيل: دا وخت بدترين بنده او بهترين بنده په دې ځائے کښې راجمع دي. چا پوښتنه اوکړه: بهترين څوک دے؟ اوئې وئيل: اِمام حسن بصري. چا ترينه پوښتنه اوکړه: بدترين څوک دے؟ فَرَزدَق اووئيل: بدترين زه يم. چې کله هغه وفات شو نو چا په خوب کښې اوليدو او پوښتنه يـې ترينه اوکړه: څه درباندې تير شول؟ اوئې وئيل: زه د الله پاک په بارګاه کښې پيش کړے شوم. اعمال نامه مې برسيره شوه، په هغې کښې ګناهونه اوشميرلے شو، بيا ما سوچ کولو چې زه خو


 

 



[1]... تحفۃ المعراج، صفحہ:204۔