Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

وَ  قُلۡ  رَّبِّ  زِدۡنِیۡ  عِلۡمًا (۱۱۴)   (پارہ:16، طہ:114)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او عرض اوکړه: اے زما رَبـه! زما په عِلم کښې اضافه اُوفرمائے (114)

خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به دا دُعا کوله: اے زما رَبّه! زما په عِلم کښې اضافه اوفرمايې. نو الله پاک د هغوئي دا دُعا قبوله کړه او د خاصو رازونو عِلم ورعطا کولو د پاره يـې د معراج د پاره اوبللو. ([1])

ستاسو حدونه په عقل کښې نه راځي

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دلته يوه ډيره ايمان تازه کوونکې نکته ده، د معراج د سفر رڼا کښې د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عِلم په فراخ والي لږ ځان پوهه کړئ! حضرت کعبُ الاَحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: سِدرَۃ المنتہیٰ هغه مقام دے چې د ټولو فرښتو، نبيانو او رسولانو عِلم تر هغه ځايه پورې دے، د هغې نه مخکښې څه دي؟ د دې عِلم د الله پاک نه علاوه د بَل چا سره نشته. ([2])

 اللہ اَکْبَر! معلومه شوه چې سِدرَۃ المنتہیٰ هغه مقام دے چرته چې د ټولو فرښتو، نبيانو او د رسولانو د عِلم انتها اوشي خو زما او ستاسو د آقا، رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان ته اوګورئ! رَبِّ کريم هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سِدرَۃ المنتہیٰ نه هم وړاندې اوبللو او د هغه خبرو عِلم يـې ورته هم عطا کړو، چرته چې د بَل چا رَسَد نه وو.

اعلیٰ حضرت، اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:

طُورِ موسیٰ، چرخِ عیسیٰ                                                                                                                                 کیا مُسَاوِئ دَنیٰ ہو

سب جہت کے دائرے میں                                                                                                  شش جہت سے تم وَرَا ہو


 

 



[1]... کتاب المعراج للقُشَیْری، باب ما قال الشیوخ المتصوفہ...الخ، صفحہ:113 ملخصاً۔

[2]... تفسیر درمنثور، پارہ:27، سورۂ نجم، زیرِ آیت:14، جلد:7، صفحہ:650 ۔