Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein
مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک په بارګاه کښې حاضر شو نو الله پاک اوفرمائيل: بِمَ اُشَرِّفُکَ يعنې اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! نن تاسو ته کوم شرف عطا کړم؟ عرض يـې اوکړو: اے رَبِّ کريمه! ما ته خپل طرفته د بندګئ نسبت عطا کړه. په دې باندې الله پاک دا آيت مبارک نازل کړو، ارشاد اوشو: ([1])
سُبۡحٰنَ الَّذِیۡۤ اَسۡرٰی بِعَبۡدِہٖ (پارہ:15، بنی اسرائیل:1)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: پاک دے هٰغه ذات چا چې په خپل خاص بنده د شپې په څه حِصَّه کښې سيل اوکړو
الله! الله! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د الله پاک بندګان خو ټول دي، زه هم د الله بنده يم، تاسو هم د الله بندګان يئ خو دا زمونږه او ستاسو د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خصوصي شان دے چې رَبِّ کريم هغوئي ته د عَبْدِہٖ يعنې خپل خاصُ الخاص [يعنې په خاصو کښې خاص] بنده فرمائيلے دے. په قرآنِ کريم کښې بَل هيچا ته هم دا خطاب نۀ دے عطا شوے.
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عبديّت شان
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا (يعنې عبدُہٗ کيدل) ډير اعلیٰ شان دے. علمائے کرام فرمائي: که د انسان د پاره د دې نه اوچت څه مقام وے نو په هغه قُربِ خاص کښې به رسولِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته هم هغه مقام عطا شوے وو. ([2]) ډاکټر اِقبال وائي: ([3])
پَیْشِ اُوْ گِیتی جَبِیْں فَرْسُوْدَہ اَسْت خَوَیْش رَا خُوْد عَبْدُہٗ فَرْمُوْدَہ اَسْت
مفهوم: دا رسولِ کائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، د چا په حُضُور کښې چې ټول کائنات