Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

د رَمَضَانُ المُبَارَک د ټولې مياشتې اعتکاف هم ثابت دے او د آخري عشرې اعتکاف خو زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير زيات خوښ وو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د آخري عشرې د اعتکاف ډير اهتمام فرمائيلو. تر دې پورې چې يو ځل يـې په څه وجه د رَمَضَانُ المُبَارَک اعتکاف اونکړے شو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په شوال کښې اعتکاف اوفرمائيلو. ([1])

 د اعتکاف فضيلتونه

 * د مسلمانانو د خوږې مور جانې حضرته عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه روايت دے: مَنْ اِعْتَکَفَ اِیْمَاناً وَ اِحْتِسَابًا غُفِرَ لَہٗ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِہٖ يعنې چا چې د ايمان سره او د ثواب حاصلولو په نيت اعتکاف اوکړو د هغه تير ګناهونه به اوبخښلے شي. ([2]) * په يو بل حديثِ پاک کښې دي: چا چې په رَمَضَانُ المُبَارَک کښې لس ورځې اعتکاف اوکړو هغه داسې دے لکه چې دوه حجونه او دوه عمرې يـې اوکړې. ([3])

 د اجتماعي سُنَّت اعتکاف ترغيب

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک په ټوله دنيا کښې د نيکئ دعوت عام کولو کښې مصروف دے، د رمضان د فيضان حاصلولو، د ګناهونو نه د بچ کيدلو او د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي ديني ماحول ته راشئ. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د څارنې لاندې په ټوله دنيا کښې په زرګونو ځايونو کښې اجتماعي سُنّت اعتکاف هم کيږي، دا کال به


 

 



[1]... بخاری، کتاب الاعتکاف، باب الا عتکاف فی الشوال ،  صفحہ:533، حدیث:2041 ۔

[2]... جَامِع صغِیر، صفحہ:516، حدیث:8480۔

[3]... جَامِع صغِیر، صفحہ:516، حدیث:8479۔