Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

جوړيدو هم څه آداب دي. نن سبا په اَخلاقو او آدابو باندې ډيرې خبرې کيږي. * د مور پلار آداب * د اولاد آداب * د مريض او ډاکټر آداب * د دکاندار او ګاهک آداب * د خوراک څښاک آداب * د ګرځيدو آداب * د اوده کيدو آداب * د هر څيز * هر منصب * هرې عهدې  بيل بيل آداب دي. غرض دا چې * مونږ چې څه هم يو * په څه منصب باندې هم يو * په څه عهده باندې هم يو * زمونږ چې په معاشره کښې څه حيثيت هم دے، د دغه ټولو نه مخکښې مونږه عَبدُ الله (يعنې د الله پاک بندګان) يُو نو د دې بندګئ هم آداب دي. هغه آداب هم زده کول دي. الله کريم په خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې معراج اوکړو، په دې ټول سفر کښې په هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې د عَبدِيَّت غلبه وه او په دې کښې حکمت دا دے چې مونږه د معراج د سفر حالات اولولو، د هغې روايتونه واورو او د هغې نه د بندګئ آداب زده کړو.

د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو خاصيت

  هم دغه وجه ده چې په قرآنِ کريم کښې په کوم کوم ځائے کښې د معراج ذِکر شوے دے، هلته د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بندګئ د خاصيت ذِکر هُم شوے دے.

سُبۡحٰنَ الَّذِیۡۤ  اَسۡرٰی بِعَبۡدِہٖ  (پارہ:15، بنی اسرائیل:1)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان:   پاک دے هٰغه ذات چا چې په خپل خاص بنده د شپې په څه حِصَّه کښې سيل اوکړو

 

په سورۀ نجم کښې د معراج ذِکر شوے دے، هلته هم فرمائيلے شوي دي:

فَاَوْحٰۤى اِلٰى عَبْدِهٖ     (پارہ27،سورۃالنجم:10)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: بيا هغه د خپل بنده طرف ته وحي اوفرمائيله

په روايت کښې دي: د معراج په شپه چې کله خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني