Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

فيضان حاصل کړئ! او نورو ته هم ترغيب ورکړئ!

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د اوبو څښلو سُنَّت او اَداب

د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د اوښ په شان په يوه ساه کښې مه څښئ بلکې دوه يا درې ځل (يعنې درې ساه ګانو اخستو سره يـې) څښئ او د څښلو نه مخکښې بِسْم اللہ لولئ او په فارغيدو اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ لولئ!. ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! که اوبه وي او که د څښلو څه بل څيز * د څښلو نه مخکښې بِسمِ الله لولئ * وړوکے وړوکے ګوټ کوئ، د غټ ګوټ کولو سره د ځيګر بيماري پيدا کيږي * اوبه په دريو ساه ګانو کښې څښئ او په ښي لاس سره يـې څښئ * که په لوټه  وغيره مو اودس کړے وي نو د هغې نه د پاتې شوو اوبو په څښلو کښې د 70 مرضونو نه شِفا ده چې دا د آبِ زم زم شريف سره مشابهت لري، د دې دوؤ (يعنې د اودس نه د پاتې شوو اوبو او د زم زم شريف) نه علاوه نورې اوبه په ولاړه څښل مکروه عمل دے، دا دواړه قِسمه اوبه قبلې طرف ته د مخ کولو سره په ولاړه څښئ * د څښلو نه مخکښې يـې ښه اوګورئ چې د څښلو په څيز کښې څه ضرر رسوونکے څيز خو نشته * د څښلو نه پس اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ لولئ * امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د بِسْمِ اللہ وئيلو سره اوبه څښل شروع کوئ، د وړومبئ ساه په آخِره کښې اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ د دويم نه پس اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعَالَمِیْن او د دريمې ساه نه پس اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعَالَمِیْنَ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیم لولئ. دا يو ښه کار دے، که اونکړے شو نو هم پکښې څه باک نشته او په شروع


 

 



[1]... ترمذی،  کتاب الاشربۃ، صفحہ:464، حدیث:1885۔