Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

قَصْرِ دَنیٰ کے راز میں، عقلیں تَو گم ہیں جیسی ہیں

رُوْحِ قُدُس سے پوچھئے! تم  نے  بھی  کچھ  سُنا  کہ                       یُوں([1])

 وضاحت: په مقامِ دَنیٰ (يعنې د الله پاک په خاص قرب کښې) د راز څه خبرې اوشوې، څنګه څنګه علوم محبوبِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ورعطا کړے شول، په دې باره کښې عقل ورک شي، عقل خو پرې هيڅ نه پوهيږي، لږ د جبريل عَلَیْهِ السَّلَام  نه معلومه کړئ! اے د فرښتو سرداره! اے د وَحي امينه! حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام! آيا تاسو څه واوريدل چې هلته د راز کومې کومې خبرې اوشوې...؟

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! الله پاک د معراج په شپه خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته څومره عِلم ورعطا کړو؟ د هغې خو هيڅ خبر نشته، البته د بعضې روايتونو نه څه داسې اندازه لګي. چنانچه په روایت کښې دي: خوږ مَـدَني آقا صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم اُوفرمائيل چې کله زه د معراج په شپه پردۀ غیب ته اورسيدلم نو زما په خُله (مبارَکه) کښې يو څاڅکے اوکړے شو کوم چې د واورې نه زيات يخ او د کستوري نه زيات خوشبوئي داره وو، په هٰغه څاڅکي کښې د اَوَّلِین او آخرین (یعنې د تيرو شوو او راروانو) علم موجود وو کوم چې زما په زړه کښې راتوئي کړے شو. ([2])

د هُم دې مفهوم يو حدیثِ پاک په ترمذي شریف کښې دي، چې په هغې کښې خوږ آقا، مکی مَدَنی مصطفٰے صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم اوفرمائيل: چې د مشرق و مغرب په مينځ کښې چې څه دي د هغه ټول علم ما ته حاصل شو. ([3])


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:93۔

[2]...نَادِرُ المعراج، باب بست و ششم دربیان رسیدن...الخ، فصلِ سوم، صفحہ:277 ملتقطاً۔

[3]... ترمذی، کتاب تفسیر القرآن، باب ومن سورۃ ص، صفحہ:747، حدیث:3234۔