Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

دا د الله پاک د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره کمال محبت دے. بيا زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څه عرض کړل؟ واورئ! اَللّٰہُمَّ اَنْتَ وَ مَااَنَا اے الله پاکه! يو هُم تۀ خو يـې زه نه يم. وَ مَا سِویٰ ذٰالِکَ تَرَکْتُ لِاَجَلِکَ او د دې نه علاوه چې څه هم دي ما ستا د رضا د پاره پريښودل. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! دا دے زما د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عبدِيَّت شان او د بندګئ کمال...!! محبوبِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هر څه د خپل رَبّ د رضا د پاره پريښودل. يو مونږ يو * مونږه يو څو روپئ نشو پريښودے، د نـمونځ په وخت د لسو منټو د پاره دکان نشو بندولے * د نوکرئ په بهانه نـمونځونه قضا کوي * د الله پاک د رضا د پاره خوب نشو قربانولے * د الله پاک د رضا د پاره وخت نه اوباسو، د نيکو کارونو د پاره وخت نشو ويستلے * الله پاک د سود خورو سره د جنګ اعلان فرمائيلے دے، څومره داسې خلق دي کوم چې په لالچ کښې راشي او د سود لين په دين کښې اخته شي * ګناهونه نه پريږدو * د الله پاک د نافرمانئ نه ويريدل او د موبائل او سوشل ميډيا غلط استعمال نشو پريښودے * خيالونه مو ډير لوئي لوئي دي، بس په هغې پسې وروستو منډې وهو، موټر هم اخستل دي، بنګله هم جوړول دي، بينک بيلنس هم زياتول دي، د لوئي نه لويه عهده هم حاصلول دي، د نيکو کارونو د پاره راسره هډو وخت نه وي.

کاش چې مونږ په صحيح معنو کښې د الله پاک بندګان جوړ شو. د الله پاک د رضا والا کارونه زمونږ د ژوند مقصد جوړ شي. کاش چې د بندګئ ذوق رانصيب شي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  


 

 



[1]... مکتوباتِ اِمامِ ربانی، دفتردوم، حصہ اوّل، مکتوب:7، جلد:2، صفحہ:855۔