Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein
جوابونه (په مختلف انداز کښې مثلًا مخامخ، د فون په ذريعه، د واټس ايپ او اي ميل وغيرها په ذريعه) ورکولے شي. او * په الـمدينةُ العلميه کښې په مختلفو موضوعاتو باندې 932 ديني کتابونه چاپ کړے شوي دي او دا سلسله لا روانه ده * اَلْحَمْدُ لِلّٰه مَدَني چينل په اُردو، انګلش او بنګالئ ژبو کښې په سيټيلائټ باندي او په ويب باندې عربي چينل هُم د دين په خدمت کښې مصروف دي.
تاسو هم د دين د خِدمت په دې کار کښې خپله حصه شامِله کړئ! خپل عطيات دعوتِ اِسلامي له ورکړئ، ستاسو چنده په هر قِسمه جائز، ديني، اصلاحي، فلاحي، روحاني او د خير ښيګړې په کارونو کښې لګيدے شي.
الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ مَا لَکُمۡ اَلَّا تُنۡفِقُوۡا فِیۡ سَبِیۡلِ اللّٰہِ وَ لِلّٰہِ مِیۡرَاثُ السَّمٰوٰتِ وَ الۡاَرۡضِ ؕ (پارہ:27، سورۂ حدید:10)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او په تاسو څه شوي چې تاسو د الله په لاره کښې [مال] خرچ نه کړئ حالانکه د آسمانونو او زمکې ټولو وارِث هُم الله دے.
د دې آيت لاندې په تفسير صراط الـجنان کښې دي: تاسو په کومه وجه د الله پاک په لاره کښې نه خرچ کوئ حالانکه د آسمانونو او د زمکې او هر څه مالک الله پاک دے هغه هميشه پاتې کيدونکے دے خو تاسو به مړه شئ او ستاسو مال به د هغه په ملکيت کښې پاتې شي او تاسو ته به د نه لګولو په شکل کښې ثواب هم نه ميلاويږي، ستاسو د پاره بهتره دا ده چې تاسو خپل مال د الله پاک په لاره کښې اولګوئ د پاره د دې چې د دې په بدله کښې ثواب حاصل کړئ. ([1])
معلومه شوه! چې د الله پاک په لاره کښې مال لګولو کښې زمونږه فائده ده. که چرې مونږه د دين مالي خدمت پريږدو نو جوماتونه به څنګه جوړيږي؟ لکونه حافظان