Book Name:Meraj e Mustafa Mein Seekhnay Ki Baatein

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مکے مکرمې نه روان شولو او مسجدِ اَقصيٰ ته اورسيدلو. دغلته د هغوئي د اوچت شان د اظهار د پاره ټول انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام راجمع کړے شوي وو. مسجدِ اَقصيٰ ته په رسيدو حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام  اذان اوکړو، انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام صفونه جوړ کړل، بيا انتظار کيدو چې جَمع به څوک ورکوي، نن هغه څوک ذيشان دے، څوک چې به انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام له جَمع ورکوي. وَ اَخَذَ یَدَہٗ فَقَدَّمَہٗ يعنې په دې کښې  حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د لاس نه اونيولو او د مصلې په لور يـې ورمخکښې کړو. ([1])

عظيم عاشِقِ رسول، د بارګاهِ رسالت مقبول شاعِر حضرت امام بوصيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:

سارے نبیوں کے عہدے بڑے ہیں، لیکن آقا کا منصب جُدا ہے

وہ امامِ صفِ انبیا ہیں ان کا رتبہ بڑوں سے بڑا ہے

کوئی لفظوں سے کیسے بتا دے ان کے رُتبے کی حد ہے تو کیا ہے

ہم نے اپنے بڑوں سے سُنا ہے، صِرْف اللہ اُن سے بڑا ہے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په مسجدِ اَقصيٰ کښې د نـمونځ ادا کولو نه پس آقائے نامدار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تنده محسوس کړه، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې دوه جامونه پيش کړے شول (1): په هغو کښې په يو کښې پئ او (2):په دويم کښې پاک شراب وو، رحمت والا نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پئيو جام قبول کړو. په دې باندې حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړو: الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي ‌هَدَاكَ ‌الْفِطْرَةَ ټول تعريفونه الله پاک لره دي چا چې ستاسو د فطرت په لور راهنمائي اوفرمائيله لَوْ أَخَذْتَ الْخَمْرَ غَوَتْ


 

 



[1]... سبل الہدی، جماع ابواب معراجہ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم  ، الباب الثامن ...الخ، جلد:3، صفحہ:84۔