Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

پۀ دوزخ کښې وي. الله پاک پۀ دويمه سيپاره سورۀ بقره آيت نمبر 217 کښې ارشاد فرمائي:

وَ مَنْ یَّرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِیْنِهٖ فَیَمُتْ وَ هُوَ كَافِرٌ فَاُولٰٓىٕكَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِۚ-وَ اُولٰٓىٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِۚ-هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ(۲۱۷)

[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:   او پۀ تاسو کښې کښې چې څوک د خپل دِين نه مُرتَد شي بيا هغه کافر مړ شي نو د هغوئي ټول اعمال په دُنيا او آخرت کښې برباد شول، او هغوئي دوزخيان دي او هغوئي به په هغې کښې هميشه اوسيږي.

*-*-*-*

ایماں پہ ربِّ رحمت، دیدے تو استِقامت

دیتا ہوں واسِطہ میں تجھ کو تِرے نبی کا

 صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

پته نه لګي چې زمونږه خاتِمه به څنګه وي!

پۀ حديثِ پاک کښې دي: د آدم (عَلَیْهِ السَّلَام) اولاد پۀ مختلفو طبقو کښې پيدا کړے شول * پۀ دوئي کښې بعضې مؤمِنان پيدا شول د ايمان پۀ حالت ژوندي پاتې شول او هم مؤمِنان به مړه کيږي * بعضې کافران پيدا شول د کُفر پۀ حالت باندې ژوندې پاتې شول او هم کافران به مړه کيږي * او بعضې مؤمِنان پيدا شول د مؤمِنانو ژوند يـې تير کړو او د کُفر پۀ حالت به رُخصتيږي * بعضې کافران پيدا شول، کافران ژوندي اوسيدل او مؤمِنان به مړه کيږي. ([1])


 

 



[1]... ترمذی، کتاب الفتن، باب ما اخبر النبی صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم ...الخ، صفحہ:528، حدیث:2191۔