Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

عذاب دے او بيا د هميشه د پاره د هغۀ د پاره عذاب دے. ([1])

 مرګ به ذبح کړے شي!

چې کله ټول جنّتيان جنّت ته لاړ شي او پۀ دوزخ کښې صرف هٰغه خلق [يعنې صرف کافران] پاتې شي کوم چې به هميشه پۀ هغې کښې اوسيږي، هٰغه وخت به د جنّت او دوزخ پۀ مينځ کښې مرګ د ګَډ پۀ شان راوستے شي، بيا به غږ کوونکے جنّتيانو ته غږ وکړي، هغوئي به پۀ ويره سرونه ورښکاره کړي چې هسې نه د دې ځائے نه د وتلو حکم راته وشي، بيا به دوزخيانو ته غږ وکړي، هغوئي به پۀ خوشحالۍ سره سرونه راښکاره کړي چې شايد د دې مصيبت نه خلاص شو، بيا به د هغه ټولو نه پوښتنه وکړي چې دا پيژنئ؟ ټول به وائي: آؤ! دا مرګ دے، هغه به ذبح کړے شي او وائي به: اے د جنّت والؤ! هميش والے دے، بيا بۀ کله هُم مرګ نۀ راځي او اے د وور والؤ! هميش والے دے، بيا بۀ کله هُم مرګ نۀ راځي ، هٰغه وخت به د هغه [جنتيانو] د پاره خوشحالي وي او د هغه [دوزخيانو] د پاره به د غم د پاسه غم وي. نَسْألُ اللّٰہَ الْعَفْوَ وَالْعَافِیَۃَ فِی الدِّیْنِ وَالدُّنْیَا وَالاٰخِرَۃ . يعنې مونږ د الله پاک نه د دِين او دنيا د بهترۍ سوال کوو.([2])

د بَدې خاتِمې څلور اسباب

بعضې علمائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم فرمائي: د بدې خاتمې څلور اسباب دي: (1): پۀ نـمونځ کښې سستي (2):شراب څښل (3): د مور پلار نافرماني کول (4): مسلمانانو له تکلیف ورکول. ([3])


 

 



[1]... بہارِ شریعت، جلد:1، صفحہ: 170، حصہ:1۔

[2]... بہارِ شریعت، جلد:1، صفحہ: 171، حصہ:1۔

[3]... شرحُ الصُّدور، باب علامۃ خاتمۃ الخیر، صفحہ:27۔