Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله دا روايت بيان کړو نو پۀ لړزان شولو او اوئې فرمائيل: کاش چې هٰغه آخري جنّتي زۀ يم...!! خلقو ترينه پوښتنه وکړه: جناب! تاسو داسې ولې وايئ؟ اوئې فرمائيل: ځکه چې د هٰغه دوزخي د دوزخ نه ازاديدل او جنّت ته تلل يقيني دي [يعنې ايمان خو يـې سلامت وړے دے]. ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا د الله پاک نيکان بندګان دي، لږه اندازه ولګوئ چې دوئي به د الله پاک د پټ تدبير نه څومره ويريدل، کاش چې مونږ ته هم د الله پاک د پټ تدبير نه ويره نصيب شي، کاش چې مونږ ته د خپل انجام پۀ باره کښې فِکر رانصيب شي.

گناہوں سے توبہ کی توفیق دے دے               ہمیں نیک بندہ بنا یاالٰہی!

رہے خوف ہر دم بُرے خاتمے کا                               ہو ایمان  پر  خاتمہ  یاالٰہی!([2])

پۀ ايمان باندې د مرګ د چا سره ضمانت نشته

د الله پاک پۀ کروړونو احسانونه دي چې هغۀ مونږه انسانان پيدا کړي يُو او مسلمانان يـې پيدا کړي يُو او د خپل حبيبِ مکرَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کرم ځولۍ مبارکه يـې زمونږ پۀ لاسونو کښې راکړې ده. پۀ دې کښې هيڅ شک نشته چې مونږ مسلمانان يُو خو پۀ مونږ کښې د چا سره هم د دې خبرې ضمانت نشته چې هغۀ به تر مرګه پورې مسلمان پاتې کيږي. لکه څنګه چې بے شميره کافران پۀ خوش قِسمتۍ سره مسلمانان شي نو هم دغه شان د ډيرو بد نصيبو مسلمانانو مَعَاذَ الله! پۀ کُفر مړه کيدل هم ثابت دي. او څوک چې د ايمان نه واوړي يعنې مُرتَد مړ شي نو هغۀ به د هميشه هميشه د پاره


 

 



[1]... تنبیہ الغافلین، باب المواعظ، صفحہ:353۔

[2]... وسائلِ فردوس، صفحہ:15۔