Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

يـې د انوارو باران راوريدو، د هغۀ ټول ويښته سپين وو. ما هغه د تابوت نه راويستو او د فقراء سره پۀ شريکه مې غسل ورکړو، مونږ جنازه مو وکړه او پۀ يو ګوټ کښې مو ښخ کړو. هغه ورځ ګواه ده چې کله هم زۀ بهر ووځم نو زما پۀ مخ باندې د بدې خاتمې د ويرې نه غم راخور شي. زما د خلقو نه د جدا اوسيدو سبب هم دا دے. ([1])

شيطان به د خپلوانو پۀ جامه کښې د ايمان اخستلو د پاره راځي

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دنيا ته خو مونږ راغلي يو خو اوس د دنيا نه د ايمان سلامت وړلو د پاره به د سختو سره مخ کيدل وي او بيا هم څۀ پته نه لګي چې خاتِمه به مو څنګه کيږي! آه! آه! آه! د مرګ پۀ وخت به شيطان د ايمان نه د خلاصولو کوشش کوي تر دې پورې چې د مور پلار پۀ شکل کښې به هم راځي او پۀ ايمان به حمله کوي او د کافرو د صحيح ثابتولو کوشش به کوي. يقيناً هغه به داسې نازکه موقع وي چې بس پۀ چا باندې د الله پاک خاص کرم او احسان وشي هم هغۀ به کاميابيږي او هم د هغۀ ايمان به سلامت پاتې کيږي. اعلیٰ حضرت، اِمامِ اهلسُنَّت، مولانا شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د ځنکدن پۀ وخت دوه شيطانان د انسان دواړو اړخونو ته راشي او کښيني يو د هغۀ د پلار پۀ شکل کښې او دويم د هغۀ د مور پۀ شکل کښې. * يو وائي: هٰغه [فلانکے] کَس يهودي مړ شوے وو تۀ (هم) يهودي شه ځکه چې هلته يهوديان پۀ سکون سره دي. * دويم وائي: هٰغه کَس نصراني (يعنې عيسائي د دنيا نه) تلے وو تۀ (هم) نصراني (عيسائي) شه ځکه چې نصاریٰ (عيسايان) هلته پۀ سکون کښې دي. ([2])

  واقعي ده چې معامله ډيره نازکه ده، د ايمان د بربادۍ د ويرې نه د الله پاک د ويره


 

 



[1]... الروض الفائق، المجلس الثانی فی قولہ تعالیٰ...الخ، صفحہ:18۔

[2]... فتاویٰ رضویہ، جلد:9، صفحہ:83۔