ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

سدا خفیہ تدبیر سے ربّ کی ڈرنا                                              سنو! آخرت کا اِسی میں بھلا ہے([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د اوياؤ زاهدانو عبرتناک انجام

حضرت وهب بن مُنَبِّه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ بني اسرائيلو کښې 70 زاهدان (يعنې د دنيا سره رغبت نه لرونکي نيکان خلق) وو، پۀ هٰغه زمانه کښې د هغوئي پۀ شان نيکان نور څوک نه وو، الله پاک د هٰغه زمانې نبي عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي ووفرمائيله چې دا اويا زاهدان به د دنيا نه کافِران ځي. هغه نبي عَلَیْهِ السَّلَام پۀ حيرانتيا سره پوښتنه وکړه: يا الله پاکه! د دې څۀ وجه ده؟ (دا خو ډير نيکان خلق دي، د دنيا سره رغبت نه لري، ډيرې ډيرې نيکۍ کوي، نو بيا به د دوئي انجام داسې ولې کيږي؟) الله پاک ووفرمائيل: ځکه چې دوئي د خپل انجام نه بے فِکره شوي دي. ([2])

 اَللہُ اَکْبَر! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! غور وکړئ! نيکان خلق دي، د دنيا سره رغبت نه لري، د هغوئي پۀ زمانه کښې د هغوئي پۀ شان عبادت کوونکي نور څوک نه وو خو افسوس! د هغوئي انجام خوفناک شو...!! ولې؟ ځکه چې هغوئي بے فِکره شوي وو، هغوئي د خپل انجام پۀ معامله کښې مطمئين شوي وو، د هغوئي پۀ زړونو کښې دا احساس راغلے وو چې مونږه پۀ کوم حالت باندې يو، هميشه به هم پۀ دې حالت باندې اوسو، بس هغوئي د خپل دې اطمينان، او بے فِکرئ او د الله پاک د پټ تدبير نه د نۀ ويريدلو پۀ سبب هلاک شول.


 

 



[1]... وسائلِ فردوس، صفحہ:31۔

[2]... سلوۃ العارفین، باب الخوف من سوء الخاتمۃ، جلد:2، صفحہ:165۔