Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

  نيک انسان غير مسلمه مړ شو

حضرت اِمام ابو مُحَمَّد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: درې زاهدان يو کال صرف د الله پاک پۀ بهروسه د خوراک څښاک د سامان اخستو نه بغير د حج پۀ اراده د بيت الله شريف پۀ لور روان شول. پۀ لار کښې هغوئي د کافرو پۀ يو کلي کښې دمه اوکړه، پۀ هغه دريو واړو (زاهدانو) کښې يو کس يوه ښکلې کافره زنانه وليده نو د هغۀ زړۀ د هغې پۀ لور مائله شو، چې کله دريو واړو د سفر اراده وکړه، نو هغۀ پۀ څۀ حيله بهانه د تللو نه انکار وکړو او پخپله هم هلته ايسار شو، د هغۀ د سفر دواړه ملګري لاړل او هغه يـې پۀ هم هغه کلي کښي پريښودو، بيا هغۀ د خپل زړۀ خبره د هغې زنانه پلار ته وکړه، هغۀ ووئيل: د دې مهر ستا د پاره ډير ګران دے تۀ د هغې وَس نه لرې. هغۀ پوښتنه وکړه: څۀ مهر يـې دے؟ د هغې پلار ووئيل: تۀ اسلام پريږده او زمونږه دين اختيار کړه. نو هغه زاهد مُرتَد شو او د هغې زنانه سره يـې نکاح وکړه او دوه بچي يـې هم پيدا شول. آخر دا چې [ډير زر] هغه د کُفر پۀ حالت کښې مړ شو. چې کله د هغۀ دواړه ملګري د سفر نه واپس راغلل او د هغۀ پۀ باره کښې يـې معلومات وکړل نو هغوئي ته ووئيلے شو چې هغه خو غير مسلمه مړ شوے دے او غير مسلمو هغه پۀ خپله هديره کښې ښخ کړے دے نو هغوئي د هغۀ قبر له لاړل، هلته يـې يوه زنانه او دوه ماشومان قبر ته پۀ ژړا وليدل نو هغه دواړه هم د لرې نه پۀ ژړا شول. زنانه د هغوئي نه پوښتنه وکړه چې تاسو ولې ژاړئ؟ هغوئي د هغۀ د عبادت، نـمونځ، او زُهد ذِکر وکړو. چې کله هغې زنانه دا خبره واريدله نو د هغې زړۀ د اِسلام پۀ لور مائل شو او هغې د خپلو دواړو بچو سره اِسلام قبول کړو. حضرت شيخ ابو مُحَمَّد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې واقعې نه پس فرمائي: سُبْحٰنَ اللہ! څوک چې غير مسلمه وو نو