Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

لرونکو زړونه ټوټې ټوټې کيږي.

د يو عبادت کوونکي عبرتناک انجام

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! شيطان زمونږه ښکاره دښمن دے، دا خبيث هر وخت مونږ د خپل انجام نه د غافله ساتلو او دهوکه کولو او د دوزخ حقدار جوړولو کوشش کوي. لعنتي شيطان پۀ کوم کوم انداز کښې خلق تير باسي او دوزخ ته يـې غورځوي، يوه د سبق نه ډکه واقعه واروئ!

پۀ کتابونو کښې ليکلي دي: بَرصِيصا نومې يو عبادت کوونکے وو، الله پاک هغۀ ته ډير ژوند عطا کړے وو او هغه به د خلقو نه جُدا يواځې اوسيدو او د الله پاک عبادت به يـې کولو، دوه سوه کاله يـې داسې تير کړل چې د لږ سعت د پاره يـې هم څۀ ګناه ونکړه. د هغۀ 60 زره شاګردان وو او ټولو ته د هغۀ داسې فيضان حاصل وو چې پۀ هوا کښې به الوَتل. خو افسوس! د الله پاک پټ تدبير پۀ هغۀ باندې غالب راغے.

څۀ داسې وشو چې يو ځل شيطان د انسان پۀ شکل کښې د بَرصِيصا د عبادت خانې خوا له راغے او د بهر نه يـې دۀ ته اواز وکړو، بَرصِيصا ووئيل: څوک چي د الله پاک عبادت کول غواړي، هغۀ ته د دوست ضرورت نه وي. د بَرصِيصا جواب يـې چې واوريدو نو شيطان د هغۀ د عبادت د ځائے نه بهر ديره شو.

بيا د دې بد بخته د دهوکه کولو انداز ته وګورئ! شيطان خبيث درې ورځې د هغۀ د عبادت خانې نه بهر پرله پسې عبادت وکړو، پۀ دغه وخت کښې شيطان نه اوده شو او نه يـې څۀ خوراک څښاک وکړو. او پۀ انساني شکل کښې وو او بَرصِيصا هم انسان ګڼلو، نو هغۀ چې د دۀ عبادت وليدو نو ډير زيات متاثره شو، بَرصِيصا ترينه پوښتننه وکړه چې